د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د افغانستان سوله د افغانستان او پاکستان په ګټه ده.
تهران: د افغانستان سوله د ایران په ګټه ده
د ایران ولسمشر د افغانستان سوله او ټیکاو د پاکستان او خپل هېواد لپاره په ګټه بولي.
حسن روحاني چې نن یې په تهران کې د پاکستان لومړي وزیر سره رسمی ناسته درلوده، افغانستان کې یې د سولې پروسې په بریا ټینګار کړی دی.
دواړو هېوادونو د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د ګډو هڅو ژمنې کړي.