د بین الافغاني خبرو د بلې ناستې لپاره هڅې روانې دي.
د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې روانې دي.
سولې عالي شورا او طالبانو ته نیږدې کسان وايي، د دوحې فسخه شوې ناسته د بین الافغاني خبرو لپاره وروستۍ هڅه نه بلکې د بلې هغې لپاره تازه هڅې روانې دي.
نا تیید شوي راپورونه دا دي چې د جوړېدونکې ناستې ځای به دا ځل قطر نه وي.
په قطر کې د بین الافغاني ناستې له لغوه کېدو وروسته د سولې هڅې د یو شمېر کسانو تر نظره پيکه ښکاري.
سولې عالي شورا وايي، د سولې د ټینګښت لپاره د دوحې ناسته وروستۍ نده نه بلکې د بلې ناستې او نویو خبرو لپاره لاهم هڅې روانې دي.
شمشاد ټلویزیون ته ځېنو سرچینو ویلي چې ممکن کېدونکې ناسته دا ځل په ازبکستان کې ترسره شي.
د خلاصون لارې شورا مشر اکبر اغا وايي، سوله د افغانانو له خپل منځي خبرو ناممکنه او نیمګړې ده.
د سولې په خبرو کې شاملې څیرې د نوې ناستې لپاره د هڅو خبر ورکوي خو وايي چې د دوحې ناستې خامۍ باید بیا تګرار نشي.
طالبانو د بلې ناستې د رد او تایید په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې په دې اړه به ډېر ژر خپله پریکړه واوروي.
د دوحې ناستې ته دواړو لورو د قطر په منځګړیتوب چمتوالی نیولی وو خو د ګډونوالو د نوملړ پر سر اختلافات هغه څه وو چې ظاهراً یې دغه ناسته لغوه کړه .