باوري سرچېنو شمشاد ته یواځې د سفر د ځنډیدو ویلي، خو دا چې ولې ځنډیدلی تر اوسه یې په اړه هیڅ ډول مالومات نه دي ورکړل شوي.
ټاکل شوې وه چې نن به له کابله د افغان حکومت ،سیاسونو، مدني ټولنو او قومي مخورو جوړ پلاوی طالبانو سره د خبر په موخه قطر ته لاړ شي خو د نامالومو دلایلو له مخې یې سفر ځنډیدلی دی.
ځینې رسنیو بیا ویلي، چې دغه سفر د پلاوي پر سر د اختلافونو له امله ځنډېدلی دی.
تر دې وړاندې افغان حکومت د قطر ناستې لپاره ۲۵۰ کسیز پلاوی اعلان کړ چې طالبانو بیا پرې نیوکې وکړې. طالبانو په تازه لېست کې ۲۴۳ کسانو وروستۍ نوملړ اعلان کړی چې د قطر په ناسته کې به ګډون کوي.
له بلې خوا طالبانو ویلي و چې غونډه کې هېڅوک د افغان حکومت په استازیتوب ګډون نشي کولای، خو د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني وویل چې دغه پلاوی به د افغان حکومت او
افغان ملت په استازیتوب غونډه کې ګډون کوي.