د لانګ وار جورنال په نوم ورځپاڼه وايي، طالبان له افغان حکومت سره واک نه تقسیموي.
د لانګ وار په نوم یوې امریکایي رسنۍ د سولې په تړاو وروستیو خبرو او پسرلني عملیاتو ته په کتو راپور ورکړی چې طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره واک شریک کړي.
لانګ وار، د طالبانو پسرلني عملیاتو نوم ته په اشارې لیکلي چې، الفتح نوم اېښودل په دې مانا چې طالبان باور لري ډیر ژر به پر بهرنیو او افغان ځواکونو برلاسي شي.
لانګ وار د طالبانو وروستۍ بیانیې ته په اشارې ویلي، طالبان غواړي اسلامي نظام رامنځته کړي او په همدې موخه یې څو ځله په بیانیه کې د اسلامي امارت نوم ذکر کړی دی.