• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مسوولین: سوېل ختیځ کې د الفتح عملیات ناکام دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/17

پکتیا کې امنیتي مسوولین وايي، سوېل ختیځ کې یې طالبانو ته سخت ګوزارونه ورکړي.

د دوه سوه دری تندر قول اردو وایي ، چې سویل ختیځ زون کې یې د طالبانو الفتح عملیات له ناکامۍ سره مخامخ کړي .

د تندر قول اردو قومانداني وایي ، چې د زون په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د الفتح عملیاتو په پیل سره افغان ځواکونو د هغوی پر پټنځایونو پراخ بریدونه کړي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله وراړولې .

امنیتي چارواکي وايي ، چې سویل ختیځ زون کې د افغان طالبانو تر څنګ بهرني وسله وال هم د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي خو پر وینا یې چې وبه ځپل شي .

۲۰۳ تندر قول اردو کې له درې میاشتنۍ زده‌کړو وروسته د نږدې ۶۰۰ سرتیرو د فراغت مراسم ترسره شول .

په دغو مراسمو کې د قول اردو قوماندان تورن جنران دادان لونګ وویل ، چې سویل ختیځ زون کې یې د طالبانو الفتح عملیات له ناکامۍ سره مخ کړي او افغان ځواکونو د هغوی په یو شمیر مرکزونو بریدونه کړي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې .

دادان لونګ همدا راز وایي ، چې سویل ختیځ زون کې پر افغان وسله والو سربیره بهرني وسله وال هم د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي خو پر وینا یې چې وبه ځپل شي .

تازه فارغ شویو سرتیرو د هیواد په هره برخه کې دندې ترسره کولو ته چمتووالی وښود او وایي ، چې د هغه ډلو پر وړاندې به جګړه وکړي چې سولې ته نه حاضریږي .

طالبانو د تندر قول اردو قوماندان د دغه د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د هیواد په کچه پیل شوي الفتح عملیات بریالي بولي او هره ورځ یې مالومات له رسنیو سره شریکوي . 

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist