د هلمند په ګرشک ولسوالۍ د ولسي وګړو په موټر د ماین چاودنه شوې.
.هلمند کې د ماین چاودنې دولس تنه ټپیان کړل
د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې ماین چاودني ۱۲ ملکي ګړي ټپیان کړي دي.
چاودنه تیره شپه د مقناطیسي ماین له امله شوې چې د ملکي وګړو پر موټرنښلول شوی و.
د ټپيانو له ډلې شپږ یې ماشومان دي چې د درملنې لپاره ګرشک ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
د پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.