د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد دوحه کې د سولې په جنجالي خبرو کې نه بلکې د واشنګټن له پسرلنۍ هوا خوند اخلي.
د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، پر هغو راپورونو باور مه کوئ چې ګواکې زه دوحه کې یم، زه واشنګټن کې له پسرلنۍ هوا
خوند اخلم.
خلیل زاد ته د افغان سولې جنجالي ماموریت سپارل شوی دی. خلیلزاد په واشنګتن کې د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کالین سره هم لیدلي دي.
خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د ترکیې له ملاتړ هرکلی کړی دی.
د افغان حکومت د سولې پلاوي جوړولو لپاره هڅې!
د افغانستان د پخلایني مشرتابه شورا له څوورځنیو بحثونو وروسته د قطر ناستې ته شاوخوا یو سلو پنځوس کسیز نوملړ چمتو کړی دی.
راپورونه وايي، په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران هم شامل دي
اخوا طالبانو هم یادې ناستې لپاره پر چمتووالي کار پیل کړی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان په کې برخه واخلي.
په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.