• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د څار بنسټونه د بایومټریک په نوي ډول نیوکې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/15

راتلونکو ټاکنو کې له بایومتریک نه د ګټې اخیستنې بنه بدله او سخته شوې.

ټاکنو کمېسیون نن د احصايې له مرکزي ادارې، سیاسيونو او ولسمشرۍ نوماندانو سره خبرې کړې او په نوي ډول سلا شوي.

له دې سره په ټاکنو د څار بنسټونه په نوي ډول نیوکې لري او غوښتنه لري چې داسې سیستم جوړ کړي چې په کم وخت کې شفاف کار وکړي.

ټاکنو کمېسیون د راتلونکو څلور واړه ټاکنو لپاره پلان لري چې بشپړه بایومتریک پروسه مخته یوسي.

بایومتریک نه په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم کار اخیستل شوی، خو هغه کې ستونزې وې، ټاکنو کمېسیون دا ځل ټاکنو لپاره له نورو سره هم مشورې کړې چې په نوي ډول بایومتریک وکاروي.

له نوي ډول سره به د رای ورکوونکي لس واړه ګوتې بایومتریک کېږي، عکس به یې اخیستل کېږي او په تذکره به یې ځانګړی سټېکر لګول کېږي.

په ټاکنو د څار بنسټونه له ټاکنو کمېسیون غواړي چې داسې سیستم جوړ کړي چې ټولو ته د منلو وي او کم وخت کې ډېر کار وکړي، خو اوسنی سیستم د وخت له پلوه ښه نه بولي.

له دې سره ټاکنو کمېسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره زماني مهالویش او عملیاتي پلان جوړ کړی. کمېسیون باوري دی چې له تېر یې تجربه اخیستې او داسې پلان یې جوړ کړی چې له خنډونو سره مخ نه شي.

تېرو پارلماني ټاکنو کې له بایومتریک سم کار وانه اخیستل شو او له یو میلیون ډېرو رای ورکوونکو له بایومتریک پرته رایه وکاروله. شکایتونو کمېسیون ته د تېر بایومتریک په تړاو شکایتونه شوي او دا ځل تمه لري چې له سم سیستم کار واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist