• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیواله جنايي محکمه افغانستان کې نور د امریکا جنایتونه نه څېړي

admin by admin
2019/04/13

د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې ویلي، افغانستان کې د جنګي جرمنو په اړه پلټنې نه کوي.

د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو ویلي، افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې لپاره اوسنی وضعیت سم نه دی، ځکه په وینا یي امکانات محدودوي.

د دغې محکمې قاضیانو په یوه اعلامیه کې، د افغانستان بې ثباته وضعیت او څېړنه کې د امریکا لخوا د همکارۍ نشتوالی هغه موارد یاد کړي چې په خبره یې دغسې څېړنې به د عدالت لپاره ګټه و نه کړي.

نړیواله محکمه دغه خبره له هغې وروسته کوي چې نږدې موده وړاندې امریکايي چارواکو د دغې محکمې اړوند یوې څارنوالې فاتوو بینسودا ویزا فسخه کړه.

ګومان کېږي چې د نوموړې له لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو ارزونې ته، غبرګون کې د نوموړې ویزا فسخه شوې ده.

ای سي سي یا نړیواله محکمه د هغو کسانو په تړاو څېړنه کوي او محاکمه کوي چې په توکمیزو، ډله ییزو وژنو، بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو تورن وي.

د امریکا ملي امنیت سلاکار جان بولټن تېر کال د امریکایانو خلاف د یادې محکمې له لوري د قانوني تعقیب په صورت کې پرې د بندیزونو ګواښ کړی و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist