افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره په چمتوالي بوخت دی.
په پام کې ده چې د مصالحې شورا دویمه ناسته سبا په ارګ کې وشي او هڅه به دا وي چې د سولې په تړاو ویشلي نظرونه واحد شي .
سولې عالي شورا ډاډه ده چې جوړیدونکی پلاوی به ولسي او حکومتي وي.
د سولي خبرو لپاره د خلیلزاد د شپږو میاشتو مخکې غوښتنه افغان حکومت اوس پوره کېدو ته نږدې کړې.
له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د هر اړخیز پلاوي جوړیدو باندې کار کیږي او په پام کې ده چې سبا به په ارګ د ولسمشر، سیاسیونو او نورو حکومتي مشرانو تر منځ دویمه ناسته وشي.
حکومت تر اوسه نه ده روښانه کړې چې دغه پلاوی به څه ډول او په کومو شرایطو د دوحې په جوړیدونکې ناسته کې ګډون وکړي.
طالبانو بیا وار له مخې ویلي چې دوی نیغ په نیغه له افغان حکومت سره خبرو ته نه کیني خو دا لار یې پرانستې پرېښې چې حکومتي کسان په شخصي ډول په غونډه کې ګډون کولی شي.
خو دا شکونه هم شته چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره به دغه پلاوی په غیر مستقیم ډول د سولې په تړاو د افغان حکومت نظر د طالبانو په میز کیږدي.
د طالبانو او سیاسیونو تر منځ غونډه به لس ورځې وروسته ترسره شي چې ټولو اړخونو د غونډې لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.