پنټاګون ویلي، د دوشنبې په ورځ د بګرام پوځي هوایي ډګر ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د چاودنې له امله درې امریکایي سرتېري او یو قراردادي وژل شوی او درې نور امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
له دې سره طالبانو ادعا کړې چې د پروان بګرام ولسوالۍ کې د تیرې ورځې برید په پایله کې یې د بهرنیو ځواکونو لس سرتیرو ته مرګژوبله اړولې او دوه ټانکونه یې له منځه وړي دي.
رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې طالبانو ویلي، برید یې د فیلډر موټر په مټ کړی چې ۶ بهرنیان یې وژلي او ۴ نور ټپیان دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، برید د دوشنبې په مازدیګر مهال شاوخوا پنځه بجې د بګرام هوايي ډګر دریمه دروازه کې وشو.
پر امریکایي پوځیانو دغه برید داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې نږدې څو ورځو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي په قطر کې د سولې خبرې یو ځل بیا پیل کړي.