د اروپایي ټولنې غړو د افغان سولې له پروسې د خپل ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کړ.
د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره اعلان وکړ چې دا ټولنه چمتو ده د افغانستان د سولې پروسې ضمانت وکړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې، د افغان سولې پروسه کې د ښکېلو اړخونو د موافقې په صورت کې دا ټولنه د دې پروسې ضمانت کوي او په دې برخه کې سیاسي او مالي ملاتړ ته چمتو ده.
اروپايې ټولنې لوګزامبورګ کې د افغان سولې پروسې او په دې پروسه کې د اروپايي هېوادونو پر رول او همکاریو خبرې کړي دي.
دغه راز په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې، افغانستان کې د سولې پروسه باید پراخ بنسټه وي، د افغان حکومت له خوا ومنل شي، تاوتریخوالی کم کړي، له افغانستانه نړۍ ته د ترورېزم د ګواښ مخه ونیسي، د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي او د افغان دولت او د افغانستان د اساسي قانون دوام یقیني کړي.