د دوشنبې په سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنه شوې چې دوه تنه یې وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.
چاودنه د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د مالي امر په موټر شوې چې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
چاودنه د موټر پسې نښلېدونکي ماین له امله رامنځته شوې.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، چاودنه د سړک غاړې اېښودل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې چې یو پولیس یې وژلی، د بل روغتیایي وضعیت د
اندېښنې وړ دی او د ملکیانو په ګډون ۶ نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
تیره ورځ هم جلال اباد ښار کې چاودنه شوې وه چې درې ملکي کسان یې ټپیان کړي وو.