د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو ادعا کوي چې هېواد کې د برېښنا او د اوبو د کمښت تر شا هم د امریکا لاس دی چې د ناامنیو لامل شوی دی.
پلازمینه کاراکاس کې حکومت پلو د اپوزیسیون مشر خوان ګوایډو ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو سره لباسونه او خولۍ پر سر کړې وې او د کاراکاس واټونو ته د حکومت په ملاتړ راوتلي وو.
اخوا د اپوزیسیون مشر خوان ګوایډو هم پراخ لاریونونه راویستلي او د حکومت پر کارونو یې غبرګون ښودلی.
وېنزویلا اوس مهال د سیاسي کړکیچونو له امله په سخت اقتصادي وضعیت کې دي.
د غه لاریونونه داسې مهال کېږي چې کابو ۱۰۰ روسي پوځیان وېنزوېلا کې ځای پر ځای شوي چې د امریکا غبرګون یې هم راپارولی دی.
د وېنزوېلا حکومت د امریکا په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو له لوري ناقانونه ګڼل شوی دی او پر ځای یې د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو یې د و ېنزویلا رسمي ولسمشر په توګه پېژندلی دی.