Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لا هم د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه شته!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/07

یو لړ بې باوریو د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې.

د افغان سولې په برخه کې یو لړ بې باورۍ دا پروسه له خنډ سره مخ کوي.

عبدالله عبدالله هم ویلي چې د ځینو بې باوریو لپاره باید وضاحت موجود وي.

تحلیل دا دی چې د افغانستان د بیا ځلې ستونزې د مخنیوي لپاره د ټولو ناخوالو عوامل باید نظر کې ونیول شي.

د افغانستان ستونزې، د اصلي لوبغاړو تر څنګ فرعيي اړخونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول په روانه پروسه کې لاسوهنه کوي او د خپلو لوريو د مهم والي زیګنالونه خپروي.

سره له دې چې طالبان او امریکایان خپلې خبرې روښانه ګڼي، خو د پاکستان له لورې د افغانانو تمې خلاف خبرو د ولس تر څنګ د افغان حکومت غوصه هم را پارولې ده.

خلیلزاد بیا پاکستان په ورستي سفر کې د هغې هېواد له هڅو مننه کړې ده.

زلمي خلیلزاد داسې ویلي ((په اسلام اباد کې مې دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسوله. 

له پاکستان مننه کوم چې د سولې له خبرو یې په دې وروستیو کې ملاتړ کړی او بیا بیا یې په دې ټینګار کړی چې یوازې افغانان خپل راتلونکی ټاکلی شي.))

خو د افغاسنتان په تړاو د پاکستان دا نظر ثابت نه دی، یوازې په تېره یوه میاشت کې یې دوه ځلې نړیوال قوانین مات او د افغانستان په چارو کې یې ښکاره لاسوهنه وکړه.

عبدالله عبدالله له افغانستان څخه بهر په بې باوریو اعتراف کړی او د وضاحت یې یوه اړتیا بللې ده.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ((موږ دواړه په دې تړاو خبرې کوو او د امریکايي لوري پر وړاندې زموږ دریځ هم یو ډول دی.  کله نا کله د ځينو خبرو په برخه کې بې باوري رامنځ ته کیږي خو زه غواړم چې هرڅه کې وضاحت موجود وي.  موږ سبا یا په راتلونکو ورځو کې یو مشورتي بورد جوړ کړی چې کیني او د سولې په اړه خبرې کوي، په دوی کې حکومتي چارواکي او سیاسي مشران شامل دي.))

افغانان چې د سولې په برخه کې له پخوانیو تجربو سر له اوسه ډار لري، وړاندیز یې دا دی چې د ټولو ستونزو عوامل باید په پام کې ونیول شي.

خلیلزاد په دې سفر کې تر نورو هغو د سولې په خبرو کې یو جدي او چټک ښکاري، ځینې نایید شوي راپورونه وايي چې خلیلزاد به د افغان سیاسیونو، چارواکو او د سیمې هېوادونو سره تر بحثونو او خبرو وروسته له طالبانو سره د هغو توافق شویو موضوعاتو مسوده لاسلیک کړي چې د دوی تر منځ په پنځو پړاونو کې پرې توافق راغلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist