د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته له دوې ورځني سفر وروسته بیرته کابل ته راستون شوی.
زلمي خلیلزاد ویلي، تمه لري پاکستان به د افغان سولې بهېر ملاتړ لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
خلیلزاد په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنېو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره کتلي او د افغان سولې پر بهیر یې ورسره خبرې کړي دي.
خلیلزاد له پاکستان مننه کړې چې ویلي یې دي خپله افغانان دې خپله راتلونکې وټاکي.
زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په تړاو مالومات ورکړي.
خلیلزاد ویلي، چې د سولې لپاره د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره يي د بین الافغاني خبرو د جدي اړتیا په سر خبرې کړې، خو ده تر اوسه له طالب استازو سره د شپږم پړاو خبرو او وخت په
اړه څه ندي ویلي.