د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې د لنډمهاله حکومت جوړولو خبره تکرار کړه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغانان یې مني او که نه، د ورورۍ مشوره ورکوي.
هغه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه خيبر کې يوې غونډې ته د وينا په مهال خپلې دغه تکراري خبرې یو وړاندیز بللی.
عمران خان ویلي، تېر ځل یې هم افغانستان ته مشوره ورکړه چې له ټاکنو مخکې دې لنډمهاله حکومت جوړ کړي، خو خلک په غوسه او بد رد یې ورته وویل.
د پاکستان لومړي وزیر افغانانو ته د ورونو خطاب کړی او زیاته کړې یې ده چې له خدایه په افغانستان کې سوله غواړي.
هغه ویلي، ۱۹۷۷ کال کې پاکستان کې ټاکنې وشوې چې مخالف ګوندونو نه منلې او بالاخره د ګډوډیو په پایله کې پوځ واک ته ورسید، نو د خپلې تجربې پر بنسټ وایي، که افغانستان کې
سوله هدف وي باید ټاکنې د یو لنډ مهاله حکومت تر مشرۍ لاندې وشي چې د طالبانو په شمول ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.