Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

‘ناټو غړي هېوادونه افغانستان کې د خپل ماموریت په تړاو ګډه پرېکړه کوي’

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/04

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې د ناټو د غړیو هېوادونو سفیرانو سره د افغان سولې پروسې په تړاو خبرې کړي.

خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې، ناټو غړي هېوادونه افغانستان ته یو ځای راغلي او د حضور په تړاو به هر راز پرېکړه په ګډه کوي.

خلیلزاد ویلي، د سولې پروسه کې د ناټو د غړیو هېوادونو ملاتړ حیاتي ارزښت لري.

خلیلزاد له کندهار بیرته کابل ته راستون شوی او د حکومتي مشرانو او افغان سیاسیونو سره یې ګډه ناسته کړې.

ارګ ویلي، د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا حکومتي مشرانو او یو شمېر پېژندل شویو سیاسیونو له زلمي خلیلزاد سره وکتل او د سولې د روانو هڅو په اړه خپلې اندېښنې او لیدلوري شریک کړل.

په غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، سرور دانش، ګلبدین حکمتیار، عبد رب رسول سیاف، کریم خلیلي، د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي، صلاح‌ الدین رباني، محمد محقق او محمد عمر داوودزي ګډون درلود.

ارګ ویلي، د حکومتي مشرانو، مهمو سیاسي څېرو او زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

دا په ‌داسې حال کې ده چې قطر به په روانه میلادي میاشت کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو او د لسګونه افغان سیاسيونو او طالبانو دویمې غونډې کوربه وي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو خبرو لپاره پاکستان ته لاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال مایک پامپيو سره په ټيلیفون منلې چې د خلیلزاد سفر به د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د لا پرمختګ زمینه برابره کړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او خلیلزاد ویلي وو چې، پاکستان، افغانستان کې د سولې په تړاو دوه مخی رول لوبوي او رښتینې همکاري یې نه ‌ده کړې.

خلیلزاد چې تر اسلام ‌اباد وروسته ازبکستان، اردن او له طالبانو د لیدنې لپاره قطر ته هم ځي د ټولو سیمه ‌ییزو هېوادونو او قدرتونو په مثبت رول او همکارۍ ټینګار کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist