د حکومت اجرایه رییس وايي، طالبان تر اوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې اوربند اعلان کړي.
طالبانو له افغان حکومت سره پرمخامخ خبرو او اوربند موافقه نه ده کړې .
اجرایه رییس عبدالله عبدالله وايي دامریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې دمؤقت حکومت بحث هیڅ مطرح نه دی .
عبدالله عبدالله وویل طالبان او امریکا په ډیرو مسایلو سره هوکړې ته رسیدلي خو لاهم طالبان دې ته نه دي حاضر چې ډزبندي اعلان کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کیدي .
عبدالله چې وزیرانو شورا کې یې خبرې کولې وویل د سولې مذاکراتو لپاره پر یو ټول شموله افغاني پلاوي پر جوړولو کار روان دی .