زلمي خلیلزاد په کابل کې د سولې عالي شورا چارواکو سره کتلي او دغه لړۍ به دوام وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې تېره شپه کابل ته راغلی سهار یې د سولې عالي شورا له چارواکو سره کتلي او دغه لړۍ به تر لوړ پوړو چارواکو ورسېږي.
عبدالله عبدالله تمه ښودلې چې له خلیلزاد سره به د سولې په پرمختګونو خبرې وشي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد داسې ویلي (( زه ډیر خوښ یم چې بیرته کابل ته راغلی یم، ما خپل سهار د افغان حکومت له استازو سره په لیدنې پیل کړ، په دې لیدنه کې راسره د چارو ادارې رئیس رحیمي او د سولې عالي شورا دارالانشأ مشر داوودزی هم و. موږ د سولې په برخه کې د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په تړاو خبرې وکړې))
افغان چارواکي هم دې ته انتظار دي چې له زلمي خلیلزاد سره د شته پرمختګونو او ننګونو په اړه خبرې وکړي.
په پام کې ده چې خلیلزاد نن شپه له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو اشخاصو سره وګوري.
خو شته تشویشونه او په دې پروسه د حکومت نیوکې لوی خنډونه یادیږي.
خلیلزاد به د حکومتي مشرانو سره له لیدنو او مشورو وروسته طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.
هاخوا طالبان هم چمتوالی نیسي او تمه یې دا ده چې په دې پړاو خبرو کې له امریکا سره د سولې په برخو کې زیات پرمختګ وکړي.