Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ناټو او یو شمیر هېوادونو ته د خلیل‌زاد ډاډ!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/30

خلیلزاد د ناټو په ګډون یو شمېر هېوادونو ته ډآډ‌ ورکړی چې افغانستان کې به د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې خوندي وي او قربانیو ته به درناوی کیږي.

ها خوا ولسمشر غني هم د سولې په برخه کې له سیاسیونو سره خبرې پیل کړي دي.

ټاکل شوې وه طالبان او امریکایان به شپږم پړاو خبرې د مارچ میاشتې په وروستیو کې پیلوي خو تر اوسه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته نه دی رسېدلی.  زلمي خلیلزاد ناټو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو سره په کېدونکې هوکړه کې به د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې خوندي وي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد داسې ویلي  ((ناټو او امريکايي ځواکونه افغانستان کې اوږه په اوږه کار کوي. د سولې هغې هوکړې ته رسېدل ، چې د تېرو لسيزو په قربانيو وارزي زموږ له ګډو موخو څخه ده.  په ګډه د افغانانو په مشرۍ خبرو ته رسېدل، ستونزو ته سياسي حل لار پیدا کول او جګړې پايته رسولو ته موږ ژمن يو.((

که له یوې لورې امریکا د ناټو او سیمه ییزوهېوادونو سره د افغان سولې په څرنګوالي خبرې روانې کړي له بل پلوه ولسمشرغني د مخکیني ولسمشر په ګډون له یو شمېر مهمو سیاسي څېرو سره خبرې کړي دي.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو طالبانو سره پنځه دورې خبرې بریالۍ بلل شوي خو کومه هوکړه لا نه ده لاسلیک شوې. د ناټو یو شمېر غړي هم د افغان حکومت په څېر له دې پروسې مالومات نه لري.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی داسې ویلي (( خلیلزاد تیره پنجشنبه له ناټو سرمنشي یانس سټلټنبرګ سره وکتل، دا په تیرو څو میاشتو کې فکر کوم څلورم ځل دی چې هغوی سره ګوري، د دواړو لورو ترمنځ ډيرې ښې خبرې دوام لري. خلیلزاد ورسره خبرې شریکوي او د دواړو ترمنځ ډیره ښه اجماع شته.((

د سولې پرسر د امریکا او افغان حکومت اړیکې خرابې ښکاري، خو له دې سره ـ سره ټاکل شوې خلیلزاد کابل ته راشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist