• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد افغانستان کې د پاکستان د نه لاسوهنې هرکلی وکړ

admin by admin
2019/03/30

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د هغې اعلامیې هرکلی کړی چې په کې یې ویلي، د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې، له سولې پروسې د پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو له همکاریو هرکلی کوي.

خلیلزاد ویلي، یوازې افغانان د دې حق لري چې افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته ژوند وکړي.

له دې سره خلیلزاد د اروپايي ټولنې له استازو سره لیدلي او د افغان سولې پروسې په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

خلیلزاد ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د اروپايي ټولنې اندېښنې مني خو وايي، د سولې خبرې باید داسې شکل ترسره شي چې ګواکې په مخکې هېڅ ټاکنې نشته او په وینا یې ټاکنې

باید داسې ترسره شي چې ګواکې هېڅ د سولې خبرې نشته، خو دواړو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

زلمي خلیلزاد ويلي، هدف یې دا دی چې له طالبانو سره داسې موافقې ته ورسېږي چې د امریکا او ناټو د دوو لسیزو قربانیو ارزښت ولري.

زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره له کتنې وروسته په خپل ټویټر لیکلي، افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیان اوږه په اوږه جنګېږي او د دوی شریکه

موخه دا ده چې د سولې داسې موافقې ته ورسېږي چې د جګړې د لسیزو قربانیو ارزښت ولري.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدا له طالبانو سره د امریکا له خبرو سره تړلي بللي.

پامپیو ویلي، امریکا هڅه کوي چې افغانستان کې د شخړې ټولې خواوې قانع کړي چې سره یو ځای شي او د جګړې پر پای ته رسېدو موافقه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist