د ارزګان خاص ارزګان ولسوالۍ کې ځانګړي ځواکونه د خوراکي توکو نشتوالي سره مخ دي.
هلته د خوراکي توکو نیټه تیره شوې او ځینې سرتیري یې ناروغان کړي هم دي.
. دغې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د بلوک یو قوماندان د تلیفون په لیکه شمشاد ته وویل چې د تیرو څلورو میاشتو را پدېخوا دوی خاص ارزګان ولسوالی ته د هوا له لارې وړل شوي چي بیا تر اوسه یې چا پوښتنه هم نه ده کړې
دغه قوماندان همداراز ویلي، د جګړو ټپیان او د جګړو په مهال د وژل شوو ملګرو جسدونه یې ورسره پراته دي خو د چورلکو د پرواز د نه شتون له امله دغه جسدونه او ټپیان مرکز ته نه شي لېږدولای
ارزګان کې د شمشاد خبریال وايي، سیمه ییزو چارواکو سره د پرلپسې هلو ځلو بیا هم د ځواب په اخیستو نه دی توانیدلی.
خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات وايي په خاص ارزګان کې امنیتي ځواکونو هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ .