امریکايي چارواکو ویلي د واشنګټن او غني اړیکې زیانمنې شوي.
ځینو امریکایي چارواکو ویلي، شاید ولسمشر محمد اشرف غني د سولې هڅې ټکني کړي، ځکه چې په غوصه دی.
دغه امریکایي چارواکو چې نه یې دې غوښتي نوم یې واخیستل شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له طالبانو سره د امریکا خبرې چې افغان حکومت ترې لرې پاتې شوی، د واشنګتن او ولسمشر غني اړیکې زیانمنې کړي او ولسمشر غني غواړي چې واک یې په لاس کې وي.
امریکایي چارواکو ویلي ولسمشر غني کېدای شي چې د سولې زیارونه ځکه ټکني کړي چې غوصه دی چې ولې يې حکومت د سولې له خبرو لرې پاتې شوی او په خپلې واکنمۍ باندې د دغه وضعیت له اغېز اندېښنه لري.
دوی ویلي، امریکا هیله لري چې افغانستان کې اتلس کلنه جګړه د سولې د تړون له لارې پای ته ورسوي.