ملي دفاع وزارت چمتووالی نیولی چې د سږ کال جګړه کې پر وسله والو ډلو بریالي شي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر چې د دفاع وزارت د مرستیال معرفي غونډه کې یې خبرې کولې، ډاډ ښودلی چې سږ کال به دښمن له پښو غورځوي.
له دې سره یو ځای پوځي شنونکي اندیښنه لري چې سږ کال به جګړه خونړۍ او دواړه خواوې به بري ته د رسیدو لپاره ټول امکانات وکاروي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد تیره ورځ د ملي دفاع وزارت د مرستیالۍ څوکۍ لپاره یې د یاسین ضیا معرفي غونډه کې خبرې کولې وویل٬ سږکال وسله والې ډلې د جګړې لپاره اماده ګي نیسي او دغه جګړه به ډيره خطرناکه وي.
د ملي دفاع سر پرست وزیر اسدالله خالد داسې وویل (( روان کال سرنوشت ټاکوونکی او خطرناکه دی کوم راپورونه چي موږ لرو دښمنان د خپلو بهرنیو بادارانو په امر باندې د جګړې لپاره امادګي نیسي٬ افغان ځواکونه هم پوره چمتوالی لري او دښمن به له ماتي سره مخ کړي.))
تحلیل کوونکي بیا د جګړې پر ځای په سوله ټینګار کوي او له دواړو خواوو غواړي چې د جګړې پر ځای په سوله تمرکز وکړي.
سږ کال به دواړه غاړې د سولې قوي موقف لپاره جګړه کې له بل مخکیوالی کوي، چې ورسره د مرګ ژوبلې د زیاتیدو اندیښنې هم شته.