دایکندی کې انسان تښتوونکو یو دولس کلن ماشوم وژلی دی.
انسان تښتونکو په دایکندي ولایت کې تښتول شوی ماشوم وژلی دی.
د دایکندي امنیه قوماندان غلام سخي غفوري وایي، دالله نور په نوم ماشوم یوه اونۍ وړاندې تښتول شوی او تېره ورځ یې جسد موندل شوی دی.
غفوري وایي، دغه ۱۲ کلن ماشوم د شهرستان ولسوالۍ له فیض آباد سیمې تښتول شوی چې مړی يې په یوې څا کې موندل شوی دی.
د دایکنډي امنیه قوماندان ویلي چې د پېښې په تړاو یې یوه ښځه او سړی نیولی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی.
په وروستیو کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي چې خلک پر مسوولینو نیوکې کوي.
خلک د انسان تښتونې پېښو د راکمولو لپاره پر انسان تښتونکو د قانون پلي کول غواړي او غوښتنه یې دا ده چې نیول شوي انسان تښتوونکي دې اعدام شي.