کابل کې د امریکا سفیر د عمران خان وروستیو څرګندونو ته ځواب ووایه.
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د پاکستان لومړي وزیر د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې دکرېکټ ټولې قاعدې په سیاست کې نه عملي کېږي.
باس په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي چې عمران خان دغه څرګندونې دخپل هېواد په ګته کړي دي.
د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح بیا په ځواب کې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او حنیف اتمر څرګندونې تصادفي نه دي .
پاکستان بیا وایي چې د عمران خبرې تحریف شوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په تړاو د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو څخه ناسمه معنا اخیستل شوې.
د پاکستان بهرنیو چاور وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانانو خپل منځي خبرو او سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عمران خان د پاکستان د ټاکنو بېلګې په تړاو خبرې کړي چې ټاکنې په کې د موقت حکومت لخوا ترسره شوې.