• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ عمران خان د موقت حکومت غوښتنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/26

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

د پاکستان اکسپرس تربیون د راپور له مخې لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغان حکومت د سولې خبرو پر وړاندې خنډ دی او موقت حکومت ته اړتیا شته.

هغه همداراز ویلي، له طالبانو سره یې لیدنه د افغان حکومت د نیوکو له امله لغوه شوه.

عمران خان ویلي، نه پوهېږي چې افغانستان کې به د موقت حکومت جوړېدو او یا هم د ټاکنو ترسره کېدل به څومره وخت ونیسي.

د افغانستان سولې په تړاو د روسیې، چین او امریکا ناسته

ټاکل شوې چې روسیه، امریکا او چین د افغانستان په تړاو دویمه درې اړخیزه ناسته دوه اوونۍ وروسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ممکن دغه درې اړخیزه ناسته د راتلونکو دوه اوونیو په اوږدوکې ترسره شي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، لا تر اوسه کره نېټه مالومه نه ده، خو دوی هڅې کوي چې ورځ ځانګړې کړي او په راتلونکو لس ورځو یا دوه اوونیو کې دغه ناسته وکړي.

د چین، روسیې او امریکا ترمنځ د افغانستان په اړه لومړۍ درې اړخیزه ناسته په امریکا کې وشوه او اټکل دی چې دویمه ناسته به په مسکو کې برابره شي.

په پام کې ده چې درې واړه لوري به افغانستان کې د شخړې په حل او سیاسي جوړجاړي خبري وکړي.

قطر کې د افغان سیاسیونو ناسته

د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ جوړیدونکې ناسته به په سوله باور لا زیات کړي.

ویل کېږي لږ تر لږه سل افغان سیاسیون د قطر غونډه کې د ګډون لپاره په چمتوالي بوخت دي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د افغان حکومت ځینې استازي به په ناسته کې د عادي کسانو په څېر ګډون وکړي.

څو ورځې وړاندې د سولې شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داودزي وویل، دوی له حکومکت سره خبرې کوي چې ایا د قطر غونډه کې ګډون وکړي او که نه؟

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist