د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې ویلي، د سولې روانې خبرې باید دوام پیدا کړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګیرني وایي په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه برابره شوې ده .
موګیرني چې کابل ته راغلې له ولسمشر غني سره یې خبري غونډې ته وویل چې افغانان باید له دغه فرصت ګټه واخلي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګیرني ویلي د سولې بهیر باید دوام پیدا کړي او اوربند وشي.
ولسمشر غني بیا ویلي راتلونکې مشورتي لویه جرګه افغانانو ته یو فرصت دی چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره له کابل وړاندې اسلام آباد ته تللې او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او یو پوځي مشر سره هم لېدلي دي.