• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې د افغان‌ سیاسیونو او طالبانو ترمنځ غونډه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/25

.د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ جوړیدونکې ناسته به په سوله باور لا زیات کړي

په راتلونکې یوه میاشت کې به قطر د افغان سولې په تړاو د دوو ناستو کوربه وي.

د امریکایانو او طالبانو د ناستې تر څنګ به افغان سیاسیون هم له طالبانو سره د قطر په کوربتوب ځانګړې ناسته ولري.

د دې ناستې لپاره چمتوالی روان دی او په پام کې ده چې د راتلونکې اپریل میاشتې په نیمايي کې وشي.

لږ تر لږه سل افغان سیاسیون د قطر غونډه کې د ګډون لپاره په چمتوالي بوخت دي.

ځینې نا تائید شوي راپورونه وايي چې د افغان حکومت ځینې استازي به په ناسته کې د عادي کسانو په څېر ګډون وکړي.

د مالوماتو له مخي د مسکو د ناستې د یو شمېر ګډونوالو سربېره به لږ تر لږه سل کسان په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د حکومت له ادرسه تر اوسه په ناسته کې د ګډون او نه ګډون څه نه دي ویل شوي خو ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، که فرضا د حکومت برحاله چارواکي په ناسته کې ګډون وکړي د حکومت له ادرسه نه بلکې د نورو په څېر به عادي ګډونوال وي.

تحلیل دا دی چې دغه ناسته به د سولې خبرې لا پياوړې او د بین الاافغاني مذاکراتو ته د رسیدو لپاره به باور زیات کړي.

د مالوماتو له مخې د روانې میاشتې په وروستیو کې به امریکایان او طالبانو شپږم پړاو خبرو ته داخل شي او له هغې وروسته به د سیاسیونو او طالبانو تر منځ د مسکو ناستې په دوام دویمه ناسته ترسره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې
افغانستان

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې
افغانستان

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

مې 13, 2025
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

مې 13, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

مې 13, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist