• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا، روسيه او چین د افغان سولې په اړه جرګه شوي

admin by admin
2019/03/24

د افغان سولې موضوع د زبرځواکونو هېوادونو تر بحث لاندې ده.

امریکا، روسیه او چین دې پریکړې ته رسیدلي چې افغانستان د خپلې راتلونکې په اړه د پریکړې واک ولري.

له بلې خوا طالبانو له روسيې غوښتي چې له امریکا سره د توافقاتو ضمانت وکړي.

خو تحلیل دا دی چې د افغانستان د ستونزې حل دومره لوی نه دی څومره چې اوس پيچلی ښودل کیږي.

د افغانستان سولي موضوع اوس د نړۍ د قدرتمند مثلث، امریکا، روسیې او چین تر بحث لاندې ده.

دریو سره هېوادونو په ناسته کې د افغانستان پر ستونزو او د ښې راتلونکې په اړه د نظریاتو تبادله کړې چې د بحث یوه پریکړه یې په دې منتج شوې چې افغانستان به په راتلونکې کې د خپلې پریکړې واکداره وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې ویلي ((په هره هوکړه کې باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، لږکيو او ماشومانو حقوق پکې خوندي وي او ډاډ تر لاسه شي ،چې افغان خاوره به د نړيوالو ترهګرو ډلو يا افرادو لخوا د بل کوم هېواد پر وړاندې نه استعمالېږي. دواړو لورو د افغانستان په ملي حاکميت، خپلواکۍ او جغرافيه يې استقلاليت ته بشپړ در ناوی لري.))

طالبانو بیا له روسيې غوښتي چې له امریکا سره د کېدونکي توافقاتو ضمانت وکړي.

ضمیر کابلوف داسې ویلي ((طالبانو د پیاوړي او جدي نړیوال ضمانت غوښتنه کړې او موږ ورته په ځواب کې وویل چې وخت یې را ورسید نو خامخا به دغه کار کوو))

خو تحلیل دا دی چې د افغانستان د سولې موضوع اوس له ستونزمن پړاو څخه تېره شوې او په لوی لاس دغه مسله لویه ښودل کیږي تر څو افغانانو تر اغیز لاندې راولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي چې د افغانستان د جګړې په ختم کې اوس سیمه اییز او نړیوال فکر مثبت دی.

په کور دننه بیا حکومتي مشران او یو شمېر افغان سیاسیون د سولې موضوع اوس په بین الافغاني خبرو پورې تړي او روانې خبرې هغه وخت د بریا سټیج ته رسیدلی شي چې طالبان بین الافغاني خبرو ته کیني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist