د افغانستان د وروستیو تحولاتو او تغییراتو په اړه د امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې استازو په واشنګټن کې لیدي.
له تیرو دوه ورخو راهیسې د افغانستان لپاره د چین، امریکا، روسیې او اروپایي ټولنې استازو د افغانستان سولې په تړاو خپلمنځي خبرې پیل کړي او هوکړه یې کړې چې راتلونکې کې به هم ورته ناستې ولري.
درې واړو خبرې کړي چې څنګه کېدای شي افغانستان کې امن او ثبات راشي.
په دغه څو اړخیزه ناسته کې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په احترام ټینګار شوی چې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې خپله د پرېکړو حق لري.
د افغان سولې لپاهر د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان حاکمیت ته احترام لري او د افغانانو لپاره د سولې غوښتونکی دی.
خلیلزاد ویلي، چې د یو داسې افغانستان په لټه کې دی چې امریکا ته ګواښ نه وي.
د دوی ترمنځ د بلې ناستې وخت به د درې واړو لوریو په هوکړه وروسته مالوم شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان هڅه کوي باوري شي چې روسیه او یو شمېر نور هېوادونه د طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړو ضامن شي.
دغه خبرې خبریالانو ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د هغې غونډې په وروستیو کې کړي چې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ وه.
له دې سره د افغان سولې برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د قطر ناستو کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې بهرني ځواکونه به له افغانستان وځي او افغان خاوره به د چا خلاف نه کارول کېږي.