د سولې کال پیل کابل ښاریانو لپاره خوندي نه وو.
د سولې کال په لومړۍ ورځ کابل ښار کې چاودنو نهه ویشت کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
چاودنې دریمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې شوي چې شپږ تنه یې وژلي او له شلو زیات یې ټپیان کړي دي .
کورنیو چارو وزارت وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي بولي.
مرګ ژبله هغو کسانو ته اوښتې چې د کابل ښار کارته چهار زیارت کې د نوي کال دودیزو مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.
په دغه برید کې دیوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوی او دماشومانو سره بیره درویشت تنه ټپیان دي .
دبرید قربانیان وايي چې دوی غوښتل د کارته چار زیارت ته لاړ شي خو په لار کې دبرید موخه وګرځیدل .
کورنیو چار وزارت وايي د نوروز د جشن د لمانځلو د امنیت ساتلو لپاره یې ټینګ تدابیر نیولي و چې په یوشمیر ولایتونو کې له شلو زیات هغه ماینونه کشف او خنثي کړل چې موخه یې عام خلک و .