Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر د ټاکنو په نیټه کې نور ځنډ نه مني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/21

ولسمشر غني هیله وښوده چې روان کال به د سولې، ورورولۍ او دوستۍ کال وي.

محمد اشرف غني چې مزار کې  یې د نوروز دودیزو مراسمو کې وینا کوله وویل، راتلونکو څلور کلونو کې باید افغانستان خپله عادي بودیجه برابره او له وارداتي په صادراتي هېواد بدل شي.

ولسمشر غني وایي، نه غواړي د داسې یو هېواد ولسمشر شي چې سل کسان میلیونر وي او څلوېشت سلنه نور خلک له لوږې ومري.

د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې به ولسمشریزې ټاکنې د ۹۸ کال د میزان میاشتې په شپږمه و شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه مني، خو له هغې وروسته ورته نور ځنډ د منلو وړ نه دی.

غني یو ځل بیا له ټولو دولتي کسانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو برخه کې بې طرفه پاتې شي.

ولسمشر غني چې د ۹۸ کال د پسرلي جشن مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، راتلونکو څلور کلونو کې باید افغانستان خپله عادي بودیجه خپله برابره کړي او له وارداتي هېواد په صادراتي بدل شي.

هغه وایي، د افغانانو بې وزلي او لوږه ورته د منلو نه ده او نه غواړي د داسې هېواد ولسمشر واوسي چې سل کسان میلیونر وي او ۴۰ ٪ نور خلک له لوږې ومري.

اشرف غني هیله وښوده چې ۹۸ کال به د سولې، ټاکنو او پرمختګ کال وي او راتلونکی کال به بلخ د چین او منځنۍ اسیا په سوداګریزې دروازې بدل کړي چې د ځمکې او اوبو له لارې به افغان صادرات چین ته ولیږدول شي.

د شاه امان الله خان د وخت ماڼۍ بیا رغونه او د اوبو مدیریت دوه نور هغه موضوعات دي چې د غني په وینا د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په پوره کیدو به یې دوی خوندي کړي.

ولسمشر افغانستان د اسیا زړه وباله چې په خبره یې سقوط به یې د ټولې اسیا سقوط وي.

د غني په خبره اوس  افغانستان مرکزي اسیا  سره تړل شوی چې دا به د ټولې اسیا لپاره مثبت بدلون ورکړي.

ولسمشر یو ځل بیا د افغان ځواکونو ستاینه وکړه چې په خبره یې د جګړې سربیره د سولې او ثبات لپاره کار کوي.

په اخر کې هغه هیله وښوده چې روان کال به د سولې، ورورولۍ او دوستۍ کال وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist