هرات کې د تیرې ورځې سیلابونو دیارلس ته مړه کړي.
هرات کې د تیرې ورځې سیلابونو له امله د مړو شمیر دیارلس تنوته ورسید.
د دې ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د سیلابونو له امله مړه شوي کسان د رباط سنګي، غوریان، زنده جان او زاول ولسوالیو اوسیدونکي دي.
د مړو په ډله کې څلور ښځې، درې ماشومان او شپږ د پاخه عمر کسان شامل دي.
نوموړی وایي سیلاب ځپلو سیمو ته د سروې ټیمونه لیږل شوي، څو د اوښتو زیانونو کچې ترمالومولو وروسته لازمې مرستې ور ورسوي.
دغه سیلابونه د هرات په لویدیځو او شمالي ولسوالیو کې جاري شوي چې د یادو ځاني تلفاتو ترڅنګ يې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه د اوسیدنې کورونه هم له منځه وړي دي .