Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د شمشاد ټلوېزیون دوه خبریالانو د کال غوره جاېزې خپلې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/18

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د خبریالانو ملې ورځ ونمانځل شوه.

د کب نهمه د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت د خبریالانو د وروستي وضعیت په تړاو کلنۍ راپور وړاندې شو چې له مخې یې تېر کال د خبریالانو لپاره خونړی و.

ارګ اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان آزادي برخه کې اوسنۍ دوره بریالۍ یاده کړه چې زیات پرمختګونه شوي.

د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د هېواد په کچه یوولس خبریالان ستایل شوي چې دوه پکې د شمشاد ټلویزیون و.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کال غوره راپورونه و ارزول شول چې یوولس غوره یې وستایل شول.

په دې قطار کې د شمشاد ټلویزیون د ننګرهار خبریال لطیف احساس او د کونړ خبریال زمان سهیل هم د غوره راپور جوړولو باندې ستایل شوي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال په دې غونډه کې د رسنیو د وروستیو کلونو پرمختګونه ستایلي او ډاډ یې ښودلی چې د بیان ازادۍ برخه کې به لا ډيرې هڅې وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز مشر سید احمد قریشي وویل تېر کال د خبریالانو لپاره یو خونړۍ کال یاد کړی چې یوویشت خبریالان پکې قرباني شوي دي.

د برتانیا سفارت استازی او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی هم د دې غونډې ویناوال و چې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي او همکارۍ باندې یې ټینګار درلود.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی تدامیچي یماماتو داسې وویل (( موږ چې وروستیو لاس ته راړنو ته ګورو نو پوهیږو چې رسنیو څومره کار کړی دی. رسنیو خپله دا فرض په ډیرو بد حالاتو کې ترسره کړی دی.))

د برتانیا سفارت استازی جایلز لیور داسې وویل (( د رسنیو او حکومت اړیکې د ګډ پرمختګ لپاره ډیر اړین دي. رسنیو په افغانستان کې د ولسواکۍ په بهیر کې ډیر غوره رول لوبولای دی. ))

د کب نهمه چې د خبریالانو لپاره ملي ورځ نومول شوې دا یې لومړی کال دی چې نمانځل کیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist