بادغیس کې یو شمېر سرحدي ځواکونو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په بادغیس ولایت لسګونه افغان سرحدي ځواکونه ترکمنستان هېواد ته اوښتي دي.
د بادغیس والي داکتر عبدالغفور ملکزی وايي د بالا مرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه کې شاوخوا شپیته سرحدي ځواکونه د طالبانو فشار له امله ترکمنستان ته اوښتي دي.
ملکزی وایي اوس یې د دغه هېواد له مشرانو سره خبرې پیل کړي چې ورغلي سرحدیان بیرته افغانستان ته وسپاري.
والي وایي، له پنځوسو ډېر نور سرحدي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د بادغیس والي داکتر عبدالغفور ملګزی وايي اوس هم د ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو سره خال خال جګړه روانه ده .