Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د زلمي خلیل‌زاد په تړاو د حمدالله محب توندې نیوکې!

admin by admin
2019/03/15

حمدالله محب د سولې په برخه کې پر زلمي خلیلزاد توندې نیوکې کړې دي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو پټو او مبهمو خبرو بلاخره د افغان حکومت د صبر کاسه نسکوره کړه.

محب امریکايي خبریالانو ته ویلي، خلیلزاد د شخصي ګټو په موخه افغان حکومت د سولې له خبرو څنډې ته کړی.

اخوا د محب دغو څرګندونو ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې راغلي ، پر خلیل زاد برید د امریکا متحده ایالاتو پر بهرنیو چارو وزارت برید دی.

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان لپاره پاتې شوی پخوانی افغان ډیپلوماټ او په اوس کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د زلمي خلیل زاد په اړه جدي نیوکې کړي او د دوحې د ناستې په اړه یې افغان حکومت سره د کمو مالوماتو د شریکولو له امله پر خلیل زاد توندې نیوکې کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ادعا کړې چې خلیلزاد د شخصي ګټو لپاره افغان حکومت د سولې له خبرو څنډې ته کړی او انګیرنه یې دا ده چې خلیلزاد غواړي په دا ډول حرکاتو سره د موقت حکومت مشري تر لاسه کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار  حمدالله محب په یوه مرکه کې داسې ویلي (( قطر کې روانې خبرې شفافې نه دي، په تېر کې د زلمي خلیلزاد هڅې د دې لپاره وې چې ځان ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید کړي او د سولې په برخه کې یې له روانو هڅو داسې انګیرل کیږي چې هغه غواړي په خپله مشرۍ موقت حکومت رامنځته کړي.))

د امریکا د بهرنیو چار وزارت د محب دغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا یې د سولې لپاره زیان اړوونکې بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند روبرت پلدينو داسې ویلي (( موږ په هر قدم کې د ولسمشر غني اجراییه مشر عبدالله او لوړ پوړو افغان چارواکو سره د سولې په برخه کې د هر پرمختګ په اړه له هغوی سره مالومات شریک کړي، او مشورې مو ورسره کړې دي.

زلمی خلیلزاد له هر سفر وروسته کابل تللی، له افغان چارواکو سره یې د سولې خبرې شریکې کړي نو د سولې خبرې له افغان چارواکو سره بې مشورې نه دي))

داسې راپورنه هم شته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپيو ښاغلی محب احضار کړی، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د محب له خولې د شویو څرګندونو پخلی کوي، خو احضارول یې رد کړي دي.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي و چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ روانې خبرې دوی سره په پوره همغږۍ روانې دي.

زلمي خلیلزاد د پنځم پړاو خبرو وروسته وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتو او د طالبانو له لورې په تضمین تر ډېره حده پرمختګ شوی، خو دا یې هم ویلي وو چې د پوره بریا لپاره اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې حتمي دي.

په پام کې ده چې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ شپږم پړاو خبرې پیل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist