حیرتان بندر کې په توکو بار سلګونه کانټینرې درول شوې دي.
یو شمیر کړۍ هڅه کوي د افغانستان او ازبکستان سوداګریزي اړیکي خرابې کړي
سوداګرۍ خونه وایي ، شپاړلس ورځې کیږي حیرتان بندر کې د ازبکستان شاوخوا ۵۰۰کانتینره توکي درول شوي او وخت نا وخت ورته په یوه او بله بهانه ستونزې جوړوي .
سوداګرۍ خونه له هغو هیوادونو د شویو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه کوي چې سوداګریزي اړیکي ورسره لري .
دغه خبرې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ په پرانست غوڼده کې وشوې .