د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي، تر اوسه په خبرو کې له خپل دریځ نه یو په شا شوي.
ملا عبدالغني برادر په خپله لومړنۍ مرکه کې د سولې بریا ته زیاته خوشبېنه ښودلې ده.
برادر وايي، تر دې دمه د سولې خبرې په ښه توګه روانې دي او دوی له خپل موقف څخه یو ګام هم نه دي په شا شوي.
برادر ډاډ ښودلی چې راتلونکی نظام به د هیچا په توان نه وي او له ټولو افغانانو سره به د وروڼو په څېر ژوند وکړي.
د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني بردار په خپله لومړنۍ مرکه کې د سولې په وروستیو هڅو او د راتلونکې جوړښت پر سر مفصلې خبرې کړې دي.
ملا برادر وايي، د دوی او امریکایانو تر منځ په روانو خبرو کې د پام پرمختګونه شوي او له خبرو یې داسې برداشت کیږي چې د اختلاف لپار مسایل ناحل نه دي پاتې.
برادر ویلي، د سولې په صورت کې فکر نه کوي چې په کور دننه مخالفین پيدا کړي ځکه تېرو تجربو دواړه لوري ښه پوهولي دي.
برادر چې د پاکستان په بند کې شااوخوا لس کاله بندي و، د سولې پلوی بلل کیږي، خو په دې مرکه کې یې له اوسني حکومت سره خبرو کولو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.
خو زلمي خلیلزاد بین الافغاني خبرې د سولې بریا لپاره شرط بللې دي.
حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې بین الافغاني خبرې ګڼي، خو طالبان بیا له سیاسیونو سره خبرې بین الافغاني بولي.
امریکایان او طالبان اوس له خپلو مشرانو سره په بحث شویو موضوعاتو په مشوره بوخت دي او تمه ده چې شا وخوا لس ورځې وروسته بیا دواړه لوري سره خبرو ته کیني.