په کابل کې د چین، پاکستان او افغانستان چارواکي سره په مختلفو مسایلو بحث کوي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان، پاکستاني او چینايي چارواکي نن ناسته کوي او په مختلفو مسایلو به بحث وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي، دغې درې اړخیزه ناسته کې به د عملي همکاریو په میکانیزم هم کار وشي.
په اسلام اباد کې رسمي سرچېنو د دې ناستې پخلی کړی او ویلي یې دي ، چې کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان به دغه ناسته کې د پاکستان په استازیتوب ګډون ولري.
د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه درې اړخیزې ناستې په دوه زره اولسم کال کې هغه مهال د چین په نوښت پيل شوې ،چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په ډیره ټیټه سطحه کې وې.
تمه ده چې د کابل په نننۍ ناسته کې به په هغو یو شمیر پروژو له سره کتنه وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې هوکړه شوې وه خو ورستیو کړکیچنو اړیکو کې له پامه وغورځېدلې.