• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۲/۲۱
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر د لویې جرګې د جوړېدو فرمان ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/11

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو بل فرمان ورکړ.

ولسمشر غني په تازه فرمان کې د سولې عالي شورا دارالانشاء ته دنده سپارلې چې د راتلونکي لمریز کال په ثور میاشت کې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې لویه جرګه د خلکو د مشورو، نظرونو او شننو د ښه اورېدو، د حل لارې پیدا کېدو او د مذاکراتو د چټکوالو په موخه رابلل کېږي.

ټاکل شوې وه د سولې مشورتي لویه جرګه د روانې لمریزې میاشتې په شپږویشتمه نېټه ترسره شوې وای، خو د سولې شورا د رییس په وینا غونډې ته د ټولو ګډونوالو د رابللو په موخه یې نېټه وځنډېده.

تازه ولسمشر غني په یو فرمان کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء د مشورتي لویې جرګې کمېسیون د مشر په توګه ټاکلی او دنده یې ورسپارلې چې جرګې لپاره چمتووالی ونیسي.

د ولسمشر غني فرمان (( کمېسیون دې د ۱۳۹۸ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه مشورتي لویه جرګه جوړه کړي او د ماليې وزارت مکلف دی چې د کمېسیون د رییس په وړاندیز د مشورتي لویې لګښتونه له ۹۱یم کوډ څخه برابر کړي.))

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې د ښه ترسره کېدو په موخه یو شمېر دولتي ادارې په دنده ګومارلي چې له کمېسیون سره په اړوندو چارو کې همکاري وکړي.

د ولسمشر غني فرمان (( د پوهنې، لوړو زده کړو، قومونو قبایلو او سرحدونو، د ارشاد حج او اوقافو، ښځو چارو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونه؛ د سیمه ییزو ارګانونو اداره، کابل ښاروالي او یو شمېر نورې ادارې موظفې دي چې له کمېسیون سره په اړوندو چارو کې همکاري وکړي.))

فرمان کې راغلي چې مشورتي لویه جرګه کې به د ټولو ولایتونو استازي له طالبانو سره د مذاکراتو د چوکاټ او سولې ته د رسېدو د څرنګوالي پر تعریف بحث وکړي.

په فرمان کې لیکلي شوي چې د مشورتي لویې جرګې وروسته به حکومت د سولې او مذاکراتو مسیر تدوین او بشپړ کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

مې 10, 2025
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی
افغانستان

 د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکیچ زياتوالي افغان کډوال اندیښمن کړې

مې 10, 2025
د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

مې 8, 2025
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې
افغانستان

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

مې 8, 2025

وروستي خبرونه

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

مې 11, 2025
عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

مې 10, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

مې 10, 2025
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

 د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکیچ زياتوالي افغان کډوال اندیښمن کړې

مې 10, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -