هیکو ماس وايي، افغانستان له نوي پړاو سره مخ دی.
د امریکایي سرتیرو وتل دا ښيي چې افغانستان له نوي پړاو سره مخ دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس، بلخ کې د خبرو پر مهال ویلي، افغانستان کې سوله ممکنه او ټاکنې د پرمختګ نښه ده.
هیکو ماس چې په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی بلخ کې یې له خپلو ځواکونو سره لیدلي دي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی غواړي ښکاره پیغام ورکړي چې افغانستان سره د دویم لوی مرسته کوونکي هېواد په توګه خپلو ژمنو ته مسؤول دي.
جرمني د اقتصادي مرستو سربیره دویم هېواد دی چې له امریکا وروسته تر ټولو زیات سرتیري په افغانستان کې لري.