بادغیس کې له شلو زیات سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي.
د بادغیس بالا مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو کې له شلو زیات د ملي اردو سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، دا جګړه تیره شپه شوې چې له شلو زیات د ملي اردو سرتیري په کې طالبانو اسیر کړي او لس نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی هم دغه جګړه مني خو وايي سیمې ته کمانډو ځواکونه رسیدلي دي.
هغه وايي په تېرو دریو ورځو کې د ملي اردو پنځلس سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي یو شمیر يې ټپیان او یو شمیر يې وژل شوي خو دقیقه شمیره يې یاده نکړه .
نوموړی وايي د ملي اردو په ځوابي ډزو کې ترلسو ډیر طالبان وژل شوي او یو شمیر نور يې ټپیان شوي هم دي .
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته د ملي اردو د سرتیرو او وسلو عکسونه لیږلي چې د ده په خبره طالبانو ته تسلیم شوي دي.
قاري یوسف احمدي وايي، بالا مرغاب ولسوالۍ کې یې د ملي اردو درې پوستې سقوط کړي، شل سرتیري یې وژلي او اته ویشت نور یې نیولي دي.