طالبان دې د امریکا پر ځای افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
طالبان دې د امریکا پر ځاي له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي .
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ټینګار کړی چې سولې ته د رسیدو لپاره دې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.
د سرحدونو او قبایلو وزارت په هره برخه کې د ښځو په ونډې ټینګار کړی چې کولای شي له نارینه وو سره اوږه په اوږه اهدافو ته ځآن ورسوي.
په یاده غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال فریدون بارکزي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو باندې ټینګار وکړ.
له دې سره یو ځای د وزارت بل مرستیال بیا له علماوو غواړي چې د ممبر له لارې د ښځو د حقونو په تړاو خلکو ته تبلیغ وکړي.
د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې کابل او د ولایتونو مرکزونو کې نمانځل کیږي چې لا هم لیرې پرتو سیمو کې ښځې د خپلو حقوقو په تړاو مالومات نه لري او له سختو بدو ورځو کړیږي.