• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حنیف اتمر: د ملي یووالي حکومت، ملت ته فریب ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/10

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په ارګ تورونه ولګول.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم ارګ تورن کړ چې یو شمېر ښځو ته پیسې ورکوي څو په راتلونکو ټاکنو کې ترې ملاتړ وکړي.

حنیف اتمر وایي، حکومت ملت ته فریب ورکوي او د کمپاین په موخه یوه پروژه دویم ځل بیا پرانیزي.

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ښځو وویل، له نارینه و سره برابري او په راتلونکي سیاسي نظام کې پنځوس سلنه ونډه غواړي.

په دې غونډه کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د ښځو نړیواله ورځ ونمانځّله چې د ویناوالو زیات تمرکز یې د حکومت په نیمګړتیاوو و.

ټینګار دا و چې حکومت دې دشت برچي کې د تیرې پنجشنبې ورځې د برید په اړه جدي او بې طرفه څېړنې وکړي او ملت ته دې روښانه کړي چې د برید تر شاه د چا لاس و.

د سولې او اعتدال ټیم مشر حنیف اتمر پر حکومت نیوکې وکړې چې خلکو ته فریب ورکوي او ولایتونو ته په سفرونو کې پخوانۍ پرانیستل شوې پروژې بیا پرانیزي.

په یاده غونډه کې په ارګ تور پورې شو چې یو شمېر ښځو ته د کمپاین لپاره پيسې ورکوي.

غونډه کې ښخو وویل، له نارینه و سره برابري او په راتلونکي سیاسي نظام کې ۵۰ سلنه ونډه غواړي.

دوی وایي، افغان ښځو اوس ډیر پرمختګ کړی او نه غواړي چې بیرته شاتګ وکړي.

غونډه کې فقر، جنګ او نا امني، د قانون نه حاکمیت، صحرایي محکمې، اجباري ودونه، په سیاسي مشارکت کې د ښځو محدوده ونډه او غیر مسؤلانه حکومتولي هغه لاملونه یاد شول چې افغانستان کې یې د ښځو د ژوند د بهبود مخه نیولې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist