غزني کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ۱۱ قوماندانانو په ګډون ۸۰ طالبان وژل شوي.
دغزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي، د مرکز، قره باغ، اندړو، ده یک، رشیدان او ګیلان ولسوالیو په اړوند سیمو کې افغان کمانډو او ایتلافي ځواکونو عملیات کړي دي.
د والي ویاند وایي، په وژل شوو کې پنځه پاکستاني وګړي هم شامل دي.
په وژل شوو کې اندړو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول عبدالحنان، اندړو کې د هغوی سیمه ایز قومندانان او د ډلې مشران ندیم مشهور په فاروقي، کاکړ او د ملا شریف ډلې مرستیال، قره باغ ولسوالۍ کې هم د طالبانو قومندانان او د ډلې مشران امان الله مشهور په حاجي مومن، ذاکر، فیروز، سید احمد، عمر فاروق او ابو مختار، دغه راز رشیدانو ولسوالۍ کې د طالبانو د عشر ټولولو او مالي مسئول حاجي متین شامل دي.
طالبانو د شوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.