• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکمتیار: حکومت د طالبانو او امریکا له خبرو بې خبره دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/09

قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو افغان دولت بې خبره دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د طالبانو او امریکا خبرې په مخ تللي او باید ورته هیله من اوسو، خو په وینا یې افغان حکومت ترې نا خبره ده.

حکمتیار ویلي، حکومت د قطر دفتر د مذاکراتو له پایلې ویره لري او وروستۍ څرګندونې یې دا روښانه کوي چې دوی ته کافي مالومات نه ورکول کېږي.

د حکمتیار په خبره، که امریکا له طالبانو دا ضمانت واخلي چې افغان خاوره به د چا په ضد نه کارول کېږي، نو په دې مانا چې امریکا واک طالبانو ته سپاري.

هغه ویلي، سوله هغه وخت ممکنه ده چې طالبان اوربند اعلان کړي، بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي او ټاکنې ومني.

خو ارګ بیا وایي، قطر کې د سولې خبرو له ټول بهیره خبرېږي او مشورې هم ورسره کېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، خلیلزاد له ولسمشر سره اړیکې لري او د قطر له مذاکراتو یې وخت په وخت خبروي.

ارګ ویلي، د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ مخ ته لاړ شي او پایله یې هم له افغان حکومت سره شریکه شي.

بل پلو وړمه ورځ طالبانو ویلي، د افغانستان موضوع بهرنی او داخلي اړخ لري چې دوی اوسمهال یوازې په بهرني اړخ خبرې روانې کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، بهرنی اړخ د امریکا پورې اړوند دی او په دې پړاو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او افغان خاوره د چا په ضد نه کارولو بحث کېږي.

د مجاهد په خبره داخلي اړخ بیا د امریکا پورې تړاو نه لري او په هغې به وروسته خبرې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist