د کابل د پنج شنبې ورځې د برید د وژل شویو شمیر پنځو او ټپیانو بیا ۲۸ ته پورته شو.
چارواکي وايي، د ټپیانو په ډله کې اته یې نظامیان او پاتې نور ملکي وګړي دي
د ټپیانو په ډله کې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند یو هم عبدالطیف پدرام او بل یې د کابل مخکینی والي عبدالجبار تقوا نومونه هم راغلي دي.
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د ټیم مشر محمد حنیف اتمر ته زیان نه دی رسیدلی یواځې اته ساتونکي یې برسیرن ټپيان شوي دي.
اخوا کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس یې نیولی چې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو یې د راکټي بریدونو لارښودنه کوله.
کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سعادت په ټویټر پاڼه لیکلي، د بریدګرو ځای تشخیص او کلابند شوی.
کورنیو چار وزارت د بریدګرو شمیر درې تنه ښودلی دی.
د عبدالعلي مزاري تلین غونډې ته مخکینی ولسمشر حامد کرزی، محمد حنیف اتمر، محمد محقیق، یونس قانوني او یو شمیر نور چارواکي ورغلي وو.