جمهور رییس محمد اشرف غني نن کونړ ته تللی.
ولسمشرمحمداشرف غني نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست.
جمهوررئیس غني د یادې ودانۍ د پرانستې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.
د کونړ د عامې روغتیا ادارې په ودانۍ څه باندې اوه لس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
ولسمشر همداراز د کونړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د کنړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.